نن له غرمې مخکې 11 بجې د کابل په زړه کې د دارالامان سيمې اړوند دکابل ولایت لپاره د انتخاباتي کميسيون په رياست د 3 تنو اتلو فدايي مجاهدينو لخوا لوی بریدونه پيل شول .
لومړی قهرمان فدايي مجاهد ( عبدالرازق قيس دکندهار اوسیدونکي ) چې دروند فدايي واسکټ يې په تن کړی و د قوي چاودنې په وسيله وتوانېد چې د ياد مرکز ساتونکي ګڼ شمير عسکر قتل، ټول امنيتي موانع لرې او دوو تنو نورو فدايي مجاهدینو ته د ورتګ لاره خلاصه کړي .
دوه نور قهرمان فدايان هر یو ( ملا عبدالمجيد شبیر د زابل او ملا محب الله وقار د کندهار ولايت اوسیدونکي ) وتواندل چې له سپکو او درنو وسلو، بم غورځونکو وسيلو او فدايي واسکټونو سره د انتخاباتو د ولايتي کميسیون رياست ته ننوزي او دننه خپل پراخ عملیات پيل کړي .
اتل استشهادي ملامحب الله ( وقار ) چې فدايي واسکټ يې اغوستی وو، د ودانۍ دوهم پوړته چې دکميسيون د رئيس او نورو لوړپوړو چارواکو دفترونه پکې وو ځان ورساوه او استشهادي بريد يې ترسره کړ، ورپسې ملاعبدالمجيد ( شبير ) چې په کلاشنکوف، ګرنيټ کوف او لاسي بمونو سمبال وو دفتر ته ننوت او د ژوندي پاتې کسانو په وژلو يې پيل وکړ .
فدايي مجاهد شبير د کابل ادارې له سلګونو مجهزو ځواکونو سره يې د الله جل جلاله په مرسته 6 ساعته په يوازې سر جګړه وکړه، څو ځله يې د دوی تهاجمي بريد په شا وتمباوو اوګن کسان يې ترې ووژل، په پای کې نوموړي مېړني او شهادت غوښتونکي قهرمان هم دشهادت لوړ مقام ترلاسه کړ، نحسبهم کذالک والله حسیبهم .
نښته له 11 بجو پيل او تر 5 بجو پورې يې دوام درلود چې په ترڅ کې يې د ټاکنيز کمیسیون 24 تنه کار کونکي او 21 تنه امنيتي کسان په 6 ساعته جګړه کې قتل او ګڼ نور ټپيان شول .
2014-03-25
افغانستان