طلبانو د رژیم غربی میډیا پالیسی وننګولی لیکوال خبیب مجاهد
الجـــــــهاد فی سبیل الله
طلبانو د رژیم غربی میډیا پالیسی وننګولی لیکوال خبیب مجاهد
ساعت 1:9 | بازدید : 664 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په افغانستان کې له سیاسي ، پوځی او تبلیغاتي لیدلوري حالت دحساسیت اوج ته رسیدلي ، په داسې حال کې چې امریکایان له هیوداده تښتي ، کوښښ کوي دخپل پاتي شوني رژیم لپاره اعتبار کسب کړي او په وړاندې موجود جهادي خوځښت یې بې اعتباره او معمولي وښیي .

د همدې لپاره یې دا ډیره موده تبلیغاتي لوبه پیل کړې ده ، بېلا بیل تورونه ، افواهات ، ړانده تهمتونه او دواکمن رژیم د ځلولو لپاره نمایشي هڅې دهمدې بهیر برخه دي .

د رانوي شوي لمریز کال لومړی شل ورځې له دې اړخه ډیرې مهمې دي ، چې له یوې خوا په همدې ورځو کې په کابل کې د زردشتي اختر نړیوال مراسم جوړیږي ، او ورپسې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات ترسره کیږي ، چې دواړه مهم رویدادونه دي .

واکمن رژیم او غربي اشغالګر هڅه کوي ، داسې وښيي چې مقابل جهادي خوځښت یې ځپلی دی ، او دوی کولای شي دومره ستر دولتي مراسم په سمه توګه ترسره کړي ، دهمدې لپاره که له یوې خوا دپوځي عملیاتو خبرې کوي ، له بلې خوا یې تبلیغاتي لوبه هم ګرمه ساتلې ده .

خو له بلې خوا دپسرلي په رابریدو سره جهادي بریدونو دهرکله په نسبت زیات قوت او شدت موندلی ، نږدې هره ورځ دحکومت په حساسو ادارو پوځي بریدونه ترسره کیږي ، دارګ په څومترۍ کې ساعتونه ساعتونه جنګ دوام پیدا کوي او هیڅ دولتی مرکز له برید څخه د خوندیتوب امنیتي تضمین نه لري .

په تیرو څو ورځو کې په کندهار ،فراه ، ننګرهار ، کابل او کونړ کې ډلییز استشهادي بریدونه چې مطبوعاتو یې په منظم ډول دپایلو له اعلان څخه انکار وکړ ، د مکان او زمان دحساسیت له اړخه خورا مهم او اغیزمن عملیات وو ، چې د حکومت د ځواک او حاکمیت ادعاء یې په صفر کې ضرب کړه .

د ارګ په څومترۍ کې دسرینا هوټل په عملیاتو کې چې کله یو تن مشکوک خبریال دنامعلوم جهت له لوري ووژل شو ، ارګ میشتو او غربي مشاورینو یي همدا ښه فرصت وباله ترڅو لږترلږه د ورپیښیدونکي رسوایۍ او شکست مطبوعاتي ازانګه کنترول او تریوه حده خپله رژیدلې آبرو وساتي .

په همدې خاطر رسنیزو تمویلوونکو غربي مراجعو په خپلو ماتحتو رسنیو امر وکړ چې د خبریال د وژل کیدو په بهانه دي دانتخاباتو دپای ته رسیدو ترنیټې پورې دطالبانو خبرونه تحریم کړي .

مغرضو رسنیو هم دا ښه بهانه وبلله او په یوه اعلان سره یې دجهادي خبرونو په خپرولو بندیز ولګاوو ، مګر ددې اعلان په سبا مجاهدینو په عملي عکس العمل سره په کابل او دهیواد په نورو سیمو کې داسې عملیات ترسره کړل ، چې رسنۍ یې په خپله پریکړه کې له چیلنج سره مخامخ کړې ، طالبانو په کونړ کې د عسکرو د معاش اخیستلو په مرکز او په کابل کې دانتخاباتو دکمیسیون په یوه مهم مرکز داسې مهال برید ترسره کړ ، چې په عین وخت کې حامدکرزی په همدې سیمه کې وو چې له پارلمان څخه بیرته دارګ په خورا روان وو .

دې حساسو عملیاتو رسنۍ مجبورې کړې ، چې دعملیاتو راپورونه نشر کړي ، او په دې ډول خپله پریکړه په خپله ماته کړي .

له بلې خوا دوروستیو عملیاتو په نتیجه کې ارګ میشتي مجبور شول د نوروز دنړیوالو مراسمو لمانځل له پغمان څخه کابل ته انتقال کړي ، ځکه د بریدونو په نتیجه کې د واکمن رژیم امنیتي بي وسي هرچا ته ظاهره شوه .

راپورونه وایي دسرینا هوتل له عملیاتو وروسته له کابل څخه هغه ټول بهرني کارکوونکي تښتیدلي دي چې کابل ته د انتخاباتو د څار په موخه راغلي وو ، دغو کسانو د وروستیو څو بریدونو نه وروسته په رژیم باندې خپل اعتماد له لاسه ورکړی نو ځکه یې بیرته په راغلې لار د تیښتې مخه نیولې .

یو شمیر کتونکي په دې باور دي چې که چیرې عملیاتي لړۍ همداسې دوام پیدا کړي ، شاید واکمن رژیم مجبور شي چې د انتخاباتو پروسه تعطیل کړي ، چې دا به دمجاهدینو ستره بریا وي ، ځکه مجاهدینو په خپله یوه اعلامیه کې ویلي ، چې د اشغال په سیوري کې انتخابات یوه غولوونکي پروسه ده چې غربیان غواړي له دې لارې خپل ګوډاګیان واک ته ورسوي .

په ټوله کې روان عملیات او په نتیجه کې یې رامنځته شوي دپالیسیو او وضعیت تغیرات ښيي چې مجاهدینو هم په نظامي او هم په تبلیغاتي محاذ کې ددښمن پالیسۍ ننګولې دي او دښمن یې دائما د متزلزل او کاواکه حالت په دائره کې محصور ساتلی .



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 136
بازدید دیروز : 468
بازدید هفته : 1074
بازدید ماه : 2507
بازدید کل : 96128
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 136
:: باردید دیروز : 468
:: بازدید هفته : 1074
:: بازدید ماه : 2507
:: بازدید سال : 7485
:: بازدید کلی : 96128