اوس چي دکابل رژيم اوغرب دجګړې په میدان کي ماته خوړلي او په ځان کي ددې توان نه لري، چي راتلونکي انتخاباتي ډرامه په بريالۍ توګه ترسره کړي، نوځکه يې دولس دغولوني لپاره په خورا ډيرو تبليغاتو پيل کړی دی او غواړي دخپلو تبليغاتو په مټ حقائق له ولس څخه پټ کړي.
په دې برسېره انتخاباتو ته دغلامي رسنۍ له لوري هم تبليغات دومره ډیر دي، چي اصلي ازادي او بې پرېتوب يې تر پښولاندي کړی اوپه پوره زیار سره خلک په دغه غربي پروسه کي ګډون کولو ته هڅوي او کوښښ کوي ترڅو خلکو ته وښيي، چي دغه انتخابات دافغانستان دراتلونکي تضمین کوي، دخپل بې پرېتوب برعکس دچارواکو په هغو کړنو پرده اچوي، چي خلک به يې په زوره دکاندیدانو غونډو ته راوستل.
له بله پلوه مدني ټولني هم په تبليغاتو او انتخاباتو ته دخلکو په رابللو کي له رسنیو څخه شاته نه دي، بلکه په ټول زیار سره يې په دې دوو مياشتو کي کوښښ وکړ، ترڅو خلک په یوه او بله بانه دکاندیدانو غونډوته راټول اوپه راتلونکو انتخاباتو کي برخه واخلي، مدني ټولنو په دې کړنو سره ځانونه دمدني ټولنو په ځای دغربي او دولتي ټولنومصداق وګرځول.
خو دغرب او دکابل درژيم له دې ټولو هڅو سره سره داسي امکان نشته،چي افغان ولس دي په دې انتخاباتو کي برخه والي او يادي دهغوی تبليغات تاثير پرې وکړي، هو دګوتو په شمار خلک چي په انتخاباتي ډرامه کي درايي ورکولو ته لېواله دي، دټول ولس استازي توب نه شي کولای.
ولس ځکه په انتخاباتو کي برخه نه اخلي، چي :
لومړی: ولس طالبانو ته په خپله غېږه کي ځای ورکړی دی، طالبان دافغان مسلمان ولس په مرسته او همکاري د هیواد په ۷۰ سلنه برخه بشپړ واک لري، په دې برسېره دافغانستان په سل فيصده خاوره کي دبریدونو وړتیا لري، نو دې ته په کتلو سره دافغانستان په ډیره خاوره کي انتخابات ناشوني دي او دهیواد ډیری خلک اوپه ځانګړي توګه دطالبانو ترولکې دلاندي سیمو خلکو چي دافغانستان دنفوس زیاته برخه تشکيلوي رايي نه ورکوي.
دوهم: دافغانانو عامه پوهاوی دی، اوس مهال ډیری افغانان په دې پوهییږي، چي دانتخاباتو تيرو دوو دورو ددوی په ژوند کي کوم ځانګړی بدلون نه دی راوستلی، بلکه دا يوازي یوه غربي ډرامه ده، چي دخپل نوي را وارد شوي دین(ديموکراسي) دبقا اوپايښت لپاره ترسره کیږي، په دې برسېره افغانان په دې هم پوه دي، چي ددوی رايي ولسمشر نه ټاکي، بلکه ولسمشر دامریکادپلان جوړونکو او پوځي جنرالانو له لوري ټاکل کیږي، ځکه وړاندي له دې چي دانتخابات ترسره کيږي، دغرب له لوري خپل لاسپوڅی ولسمشر؟ په ګوته شوی وي، نودخلکو له لوري درایوکارول یوازي یو نمايشي ډول لري.
دريم: دتیر په پرتله اوس مهال دولس بې باوري دکابل په رژيم ډیره شوي ده، په دې برسېره هغه یوه برخه خلګ، چي دکابل درژیم ملاتړ به يې کاوو، هغوی هم له دغه ادارې څخه خپلي هیلي شلولي دي، ځکه ددغه ادارې دبقاڅلی (غرب) اوس نړېدلی دی او دکابل رژيم دزوال په مراحلو کي دی او ټول اوس په دې پوهیږي، چي انتخابات ددغه ادارې دپايښت تضمېن نه شي کولای، نو داهم ددې یو سترلامل دي، چي خلک به په انتخاباتو کي برخي اخيستلو ته زړه ښه نه کړي.
څلورم: دکاندیدانو تیري کړني، جنایات او غربي والی هم ددې لامل دی، چي ولس دي په انتخاباتي ډرامه کي برخه وانخلي، ځکه اوس مهال چي کومو کسانو په دغو انتخاباتوکي ځانونه کاندید کړي دي، ټول يا دغرب له لوري روزل شوي او دهغوی له لوري درول شوي، يايې دافغانانوپه وینو لاسونه سره دي او وطن يې په پردیو پلورلی او هم افغانانو ددوی له لاسه کړاونه ليدلي، یايې دپوهي او وړتیاکچه ښکته ده، لنډه دا، یو هم داسي کس په کانديدانو کي نشته، چي دپردیو لاسپوڅی دي نه وي، نو افغانان چي يو غيرتي ولس او تل يې ژوند په غیرتونو کي راتير کړی، هیڅکله دې ته لېواله نه دي، چي دپردیو غلامان په ځان واکمن کړي.
پنځم: له غرب او دهغوی له لاسپوڅي رژیم څخه دولس کرکه او نفرت هم ددې لامل دی، چي خلک په دې انتخاباتي ډرامه کي برخه وانخلي، ځکه غربيانو او دهغوی لاسپوڅو دوولس کاله دافغانستان مظلوم ولس ځورولی، بمباري يې پرې کړي، بې ګناه خلک يې په شهادت رسولي، په زرګونو بې ګناه افغانان يې نيولي او ډول ډول تعذيبونه يې ورکړي دي، په دې برسېره له کفارو اود هغوی له لاسپوڅو سره دافغانانو فطري کرکه هم ددې سبب ده، چي ولس دي په انتخاباتوکي برخه وانخلي.
هو، درایو صندقونه به ډک شي، خو خپله دکاندیدانو له لوري، په خپلو کورونو او ځانګړو ځایونوکي، ځکه دانتخاباتو تيرو دوو دورو ښودلي، چي دکاندیدانو له طرفه دټاکل شویو کسانو له لوري دخلکو په ځای درايو صندقونه ډک شوي دي.
موسی مهاجر
افغانستان