دسرپل ولایت له کوهستانات ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه تازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار 10 نیمي بجې ددي ولسوالۍ اړوند دده میانه په سیمه - چې پراخه سیمه ده اوپه پنځه غټو کلیو ده میانه علیا ، ده میانه سفلی ، ده سرخک ، نواباد ، ګنبدها سه پای باندي مشتمله ده او دټولو کلیو داوسیدونکوشمیره تر3000 اوړي - دخالد بن ولید عملیاتوپه لړکې داسلامي امارت مجاهدینو پراخ تصفیوي عملیات ترسره کړل
ددي بریالیوعملیاتوپه ترځ کې ټوله سیمه داربکیانو له شرنه په بشپړه توګه پاکه اوفتح شوه
دیادوني ده چې په دي عملیاتوکې هغه سل تنه مسلحو کسانو هم برخه واخسته چې دوې ورځي وړاندي دیادي ولسوالۍ دتګاب بای په سیمه کې دحقایقوپه درک کولو له اسلامي امارت سره یوځای شوي ؤ
دخبرله قراره په ده میانه سیمه کې یوشمیر ارتباطي اربکیان هم له مجاهدینوسره یوځای شوي چې په اړه نورمعلومات به یې وروسته خپاره شي
2014/4/13؛
افغانستان