سوړ جنګ او ګرم ډګر او د مسلمانانو دوخت غوښتنه لیکوال شهید زوی
الجـــــــهاد فی سبیل الله
سوړ جنګ او ګرم ډګر او د مسلمانانو دوخت غوښتنه لیکوال شهید زوی
ساعت 11:47 | بازدید : 913 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

مطبوعاتو یا رسنیو ته ځکه د دولت څلورمه ستنیا رکن وایې چې دا د دولت ۳ ګونو نورو قوو یانې قضائیه قوې مقننه قوې او اجرائیه قوې تر منځ ربط ساتي ؛ ولس ددې ادارو د فعالیت نه خبروي او د ولس ستونزې او مشکلات د دولت تر غوږو رسوي.

دا چې رسنئ د دولت څلورم رکن دی هیڅوک ترې انکار نه کوي بلکې داهم هر څوک منی چې دې جملې اوس نړیوال حیثیت غوره کړیدی خو دا چې دې دور ته د رسنیو یا میډیا دور ویل کېږي او همدې رسنیو نړۍ ته دیو کلي حیثیت وربښلی دی او نړۍ په هر ګوډ کې چې کومه پېښه رامنځته کېږي په بل ګوډ کې ترې نه یواځې دا چې هر څوک خبرېږي بلکې د انټرنیټ او تلویزونونو په پردو يې څو دقیقې پس په خپلوسترګوویني هم ،او دا چې د همدې رسنیو له لارې د نړۍ د هر قنج وکنار د حالاتو نه په ډېرې اسانۍ هرڅوک ځان خبرولای شي نو اوس خبره د دولتونو د څلورم رکن نه وړاندې نړیوالتوب ته تللی ده ؛اهمیت يې نړیوال دی او اغېزې یې هم نړیوالی دی نو ځکه رسنئ نن د اهدافو او مقاصدو د تر لاسه کولو لپاره تر ټولو ستره ، مهمه او کامیابه وسیله کڼل کېږي .

نو یقیني خبره ده چې که چېرې د نړۍ خلکو په اتقاق د انساني اقدارو د احیا‌‌‌‌ء او بقا او د ټولو انسانانو تر منځ د مشترکو ، غوره او مثبتو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره رسنۍ په کار اچولې وای او د شومو اهدافو د حصول کار

ترې نه وای اخستل شوی نو انساني ټولنه به په اخلاقي اومعنوي لحاظ دومره تنزل نه وای کړی څومره یې چې وکړ ؛ جنګونه او بدامني به نه وای ، بداخلاقي به نه خپریدای ؛ دمذاهبو او ملتونوترمنځ به منافرت نه وای ؛ د زېرمو د غصب او د خاورو د اشغال په موخه به په کمزورو ولسونو جنګونه نه مسلط کېدای ؛ په یو جنګ کې به په ملیونونو کمزوري بی ګناه انسانان نه وژل کېدای ؛ او نه به هم په جنګونو یانې د انسانانو په وژلو او د ابادو کورونو او ښارو په ورانولو په ملیاردونو ډالر مصرفېدای ، د هر چا مال ځان او عزت به په امن کې وای ، انساني اخلاق او کردار به ژوندي وای ، بشریت ته به دقدر او احترام په نظرکتل کېدای ، انساني همدردي به عامه وای ، د ابادو کلو او ښارونو په ورانولو او د انسانانو په وژلو چې کومي پیسې لګېږي دابه د نړۍ په ابادولو ، د علم په خپرولو ، د وږو انسانانو په مړولو ، د علمی او تحقیقاتی او صحی مرکزونو په جوړولو ، د بې وزلو مریضانو په درملنې ، د یتیمانو او غریبو کوچنیانو په پالنې او د سواد نه د محرومو ولسونو په علمي روزنې او د انسانانو تر منځ د مینې او محبت خپرولو په لار کې لګېدای .

خو متاسفانه! دغه وسیله چې انساني ټولنې ته د ډېر لوی خیر د رسولو کار ترې اخستل کېدای شو اوس ترې په نړیواله سطحه ډېر لوی شرخپرېږي او د چاچې پرې قبضه ده یواځی د همغوئ د شومواهدافو د لاسته راوړلو لپاره په ډېر ناوړه ډول کارول کېږي .

غم ټول له دی ځای نه جوړ دی چې لویدیځ چې په سر کې یې امریکا ده پر ټولې نړۍ خپله باداري ؛ د ټولې نړۍ په وسایلو خپله قبضه ؛او د نورې ټولې نړۍ خلک خپل ذهني غلامان کول غواړي چې بدبختانه دې ټولو هیلو ته د رسېدو یواځینۍ لار دوئ پر نړۍ د خپل غربي کلتور مسلط کول ګڼي او د دې لارې یواځنی خنډ حقیقی اسلام ؛ ریښتوني مسلمانان؛ په نړۍ کې د اسلام سریع اشاعت ؛داسلامي فکروده ؛ اسلامي تهذیب و تمدن ؛ اسلامي ټولنيز نظام او اسلامي حاکمیت بولي نو ځکه يې چې د دې ټولو پر ضد پراخه عسکري جنګ پیل کړی نوترڅنګ يې د رسنیو په وساطت ډېر وسیع او خطرناک تبلیغاتي جنګ هم روان ساتلی دی.

د اسلام او مسلمانانو پر ضد داعلان شوی جنګ په لړ کې چې امریکا او متحدین یې په هر اسلامي هېواد یرغل کوي لومړی يې پر ضد دومره منفي تبلیغات وکړي چې کله پرې فوځي یرغل کېږي نو دا یرغل هر څوک پر ځای عمل بولي او په بهر نړۍ کې یو هېواد یا ولس دا ناروا مسلط شوی جنګ نه ګڼي .

د مسلمانانو پر ضد پدې روان جنګ کې د رسنیو ونډه ډېره بنسټېزه ده ؛ موږ وینوچې د اسلامي هېوادونو د اشغالولواو خپلو شومو اهدافو ته د رسېدو لپاره امریکا او نورلویدیځ د کمزورو او مظلومو انسانانو پر ضد ډېر بې دریغه طاقت کاروي ؛ د خطرناکو وسلو پرمټ عامه وژنې کوي ؛ عام المنفعه تاسیسات له منځه وړي ؛اباد کورونه په کنډوالو بدلوي ؛ ګڼ شمېر بې ګناه انسانان د زندانونو د تورو تمبو شاته غورځوي خو دنړیوالو رسنیو کمال دی چې سره ددې ستر ظلم او وحشت دا ظالمان سپین بازان وي او دا مظلوم ، مقهور او مجبوره وګړي ظالمان جابران او ترورستان ګڼلی شي .

دپر مخ تللو او عصری ټیکنالوژۍ پر مټ سیمې او هېوادونه قبضه کولی شي خو د رسنیو د تبلیعاتو له لارې د خلکو د زړونو ، تمدن ، تهذیب ، قومي اقدارو او کلتور د مسخ کولو هڅی کېږي ، او د همدې رسنیو د زهرجنو تبلیغاتو له لارې د ولسونو د نوو نسلونو د ذهنونو او د دماغو د مفلوج کولو او په فکري لحاظ يې د غلام جوړولو کوششونه کېږي ، ځکه چې رسنئ د مافی الضمیرد اظهارنه بلکې د رسنیو د مافی الضمیر سره د خلکو د ذهنونو او فکرونو د برابرولو یواځنۍ کامیابه او مؤثره وسیله ده .

همدا میډیا یا تبلیغاتي وسیله ده چې کوم شخص ، اداره ، ګوند بلکې د یو هېواد پوره ولس د قبولیت معراج ته رسوي اود مقبولو اشخاصو ، ادارو ګوندونو او ولسونو څېرې نړۍ ته منفورې وړاندې کوي ؛ په شپو شپو کې د ګیدړانو نه اتلان او د اتلانو نه ګیدړان جوړول د میډیا د پټو ستر ګو کار دي .

ټولنې رسنیو د خپل داسی اثرلاندې راوستې دي چې په نا شعوري ډول خلکو خپل ذهنونه د رسنیو تابع ګرځولي دي ، په بل عبارت خلک د رسنیو له فکر نه فکر کول، له سترګو نه یې لیدل او د رسنیو په ترازو تلل پیل کړیدي چې دا ډېر د فکر وړ خبره ده .

د ۱۱ ستمبر نه پس لویدیځ د رسنیو مؤثر کولو او تقویه کولو ته ډېره زیاته توجه کړیده او پدې لار کې زښت زیات مصارف کوي ؛ د وسله وال جنګ تر څنګ تبلیغاتي جنګ هم مستقله بڼه غوره کړیده او دایقیني خبره ده چې اوس په مقابلې کې د وسله وال جنګ بریا لیتوب او شکست دهمدې مطبوعاتي جنګ دبریالیتوب او شکست سره تړلی شویدی ، ځکه چې جنګونه په زیاتو پیسو ،ډېرو وسلو او وسایلو نه ګټل کېږي بلکه جنګونه د ولسونو او جنګیالو په لوړ مورال ،نه ستړی کېدونکې حوصلې او دینی احساس ګټل کېږي ، او ګټل يې هغه مهال لا پسې یقینې کېږي کله چې مقابل لورې مورال وبایلي .

ځکه خوپه غربي رسنیو کې شپه او ورځ ددې لپاره تبلیغات روان دي چې د مسلمانانو حوصلې ماتې شي ، مورال يې وغورځېږي په هر ډګر کې ماتې ومني او بر عکس غربي ولسونه او جنګیالي مورال ونه بایلي ، حوصلې يې ماتی نه شي او ژرماتې خوړلو ته تیار نه شي ؛ دابیا بیله خبره ده چې پدې هڅو کې دوئ ته هغه بریالیتوب نه ورپه برخه کېږي دکوم چې تمه کوي او سره ددې زهر جنو تبلیغاتو ، د کامیابۍ د سترو دعوو او مسلمانانو ته د ماتې ورکولو د لویولاپو هم د مسلمانو شازلمو مورال د هندوکش له غره نه لوړ او د غرب د ولسونو او جنګیالو مورال د ټیټوالي په هغه حدودو کې دی چې شاید لاندی به ترې بله مرتبه نه وی .

دا سمه ده چې اسلام د داسی فاحش ، زهرجن ، باطل پرست او ظالم پرست ، نفرت خپرونکې او اشخاصو ،ډلو، او ګوندونو ته سپکاوی کونکي مطبوعات رد وي او هیڅکله خپلو متبعینو ته دا اجازه نه ورکوي چې د دروغجنو او زهرجنو تبلیغاتو له لارې خپلو اهدافو ته د رسېدلو هڅې وکړي.

خو داهم یو حقیقت دی چې پدې دین کې د ابلاغ ډېر لوی ارزښت دی ، اسلام د حق او صداقت خپراوی او د باطل مخنیوي او خلک ورنه خبرول د هر مسلمان مسئولیت ګڼي.
دا له هیچا هم پټه نده چې داسلام بنسټېز هدف د کلمة الله اعلاء ده چې دا دوه جزونه لري یو احقاقِ حق اوبل ابطالِ باطل ؛ اسلام پدې دواړو ډکرونو کې د مؤثرو او کامیابو وسایلو د کارولو حکم کوي چې طبعا مؤثره او کامیابه وسیله رسنئ دي البته رسنئ به د همدې عالي اهدافو او مقاصدو لپاره کارول کېږي چې اسلامي اصول، مبادي اواخلاق به پکې هیڅکله له پامه نه غورځول کېږي .

په رسنیو د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو او د هغوئ د فکري غلامانو له لورې په اوسنۍ قبضې باندې یواځې غم او افسوس ښکاره کول او ډګر اغیارو ته پرېښودل د مسئلی حل ندی بلکې پدې حساس وخت کې ددې خبرې ډېره زیاته اړتیا لیدل کېږي چې ذی استعداد ټول مسلمانان درد او قبول خود ساخته معیارونو ته شا کړي ؛ مادي ګټې ، عزت او شهرت له نظرونو وغورځوي او(( قطره قطره بهم شود دریا)) په اصولو د عمل له لارې ښه په اخلاص د مقابلې ډګر ته راؤوځي اوژردلویدیځ ددې سیلاب مخه ونیسي .

نن پر نړیوالو رسنیو د یهودو او مسیحیانو قبضه ده ، دوئ چې کله هم د اسلامي نړۍ پر کومې برخې یرغل کول غواړي د رسنیو پر مټ دیرغل نه دمخه د یرغل لپاره پوره زمینه سازي کوي چې پکې تقریبا کامیابېږي هم ، دا چې بیا د مسلمانو شازلمو په مقابل کې په ډګر کې نشي ټینګېدای او د شرمونکې ماتی سره مخامخ کېږي هغه بیله خبره ده خو رسنئ چې د کوم هدف دلاسته راوړلو لپاره کار وي نو پکې بریالي دي .

دا هم بایدومنوچې داسلام اومسلمانانو پرضد يې چې کوم زهرجن تبلیغات پیل کړیدي له امله يې داسلام او مسلمانانو دلوړو اخلاقو ، مثبت سیاست ، ټولنېزو مثبتو انقلابي بدلونونو، بشري همدردیو، تهذیب ، ثقافت ، تمدن او صالحه افکارونه نه یواځې دا چې نړۍ بی خبره او محرومه پاتی ده بلکې د نړیوالو افکار داسلام اومسلمانانوپه اړه بیخي د حقیقت معکوس ګرځېدلي دي نو ځکه د مسلمانانو د خپلو رسنیو سره دا هیلې تړل کېدای شي چې د اسلامي عالي اخلاقو ، سیاسی ، تهذیبی او ثقافتی اقدارو او خوبیا نو سم اشاعت او نګراني به وکړي او د اسلام پر ضد د تبلیغاتو غاښ ماتونکی جواب به ورکړی .

داهم باید له یاده ونه باسوچې زموږ داسلامي نړۍ په ټولنیز ژوند اوس د مطبوعاتو اغېزې ډېری جورې دي ، د فحاشۍ په خپرولو او د اسلام د عملی ، فکري ، تهذیبي او لوړ اخلاقي تشخص نه د مسلمانو ځوانانو د لری کولو لپاره غربې میډیا شپه او ورځ پر ځان یوه کړیده ؛ چې ددې دجالي پروګرامونو مخه هم یواځی د مسلمانانو خپلی رسنئ نیولی شي .

داخبره هم ډېره دتوجو وړ ده چې په اسلامي نړۍ کې تش په نامه ګڼ داسې پوهان شته چې دمادیاتوپه بدل کې داغیارو د لاس آله ګرځیدلي دي اود خپلو لیکنو ، مرکو او د رسنیو د نورو پروګرامونو له لارې د اسلام د اصل روح د مسخ کولو او د عامو ساده مسلمانانو د بې لاري کولو کوششونه کوي چې د دوئ مقابله یواځې د شریعت د اصل روح او مزاج نه خبر هغه زیرک دیني عالمان کولی شي چې د دښمن شومو پلانونو ته متوجې وي او په رسنیو کې په ځای پیداکولواو مقام جوړولو توانیدلي وي .

د نړۍ په مختلفو برخو کې د کفارو یاد هغوئ د لاسپوڅودیکتاتورانو له لورې پر مسلمانانوډېر ستر ظلمونه او وحشتو نه روان دي خو نړیوالې رسنئ ددې مظلومو مسلمانانو په حالت سترګې پټوي او د ظلم او وحشت کوم خبر او حالت چې نشي پټېدای هغه د یو عام خبر په صورت کې وړاندې او پر حقیقی صورت يې پردې را اچوي نو په داسی حالت کې د مسلمانانو په لاس کې د خپلو داسی رسنیو اړتیا ده چې لږ تر لږه ددې مظلومو مسلمانانو دمظلومیت غږپورته ؛ داصل حالت نه يې نړۍ خبره او د ظالمانو حقیقې وحشي څېره نړۍ ته ښکاره کړي . ځه پدې پوهېږم چې اوس مسلمانان پدې ډګر کې ډېر وروسته پاتې دي ؛ لایې ډېر اوږد سفر پر مخ دی او ډېر زیات کوښښونه ورپه غاړه دي خو پدې هم پوهېږم چې هوښیارو ، دردمنو او زیرکو مسلمانانو د مطبوعاتو د اهمیت په درک کولو اوس دې ډګر ته رادانګلي دي چې دا ډېر لوی غنیمت دی ؛ ډېره ګټه یې کړیده چې دښمن يې هم ورخطا کړیدي ، او د امریکا په نوم هغه سترفرعون چې دنړۍ په ټولو رسنیو يې قبضه ده داسلامي امارت د محدودو خو د حق او صداقت د علمبردارو رسنیو په مقابل کې د خپل شکست اعتراف کولو ته اړ شوی .

دمسلمانانو خپل دا اخبارونه، دینی رسالې ، جرائد ، مجلې او ویب پاڼی ماته د باران هغه ړومبۍ قطره ښکاري چې له ځان سره يې د رحمت داوږد باران زېری راوړي وي ، درحمت دا باران به بیا الله ددښمن لپاره په داسی زحمت بدل کړي چې ټولې هیلې او شوم پلانونه به یې دخاوروسره خاورې کړي .

هو! موږ چې د وروستي حق اسمانی دین پیروان یواو ددې دین لارښونو ته پوره ژمنتیا د ټولو بریالیتوبونو سرچینه ګڼو نو قدم په قدم په ټولو چاروکې دروا اوناروا تر منځ تمیز ډېر ضروري ګڼو او خپلو اهدافو ته د رسېدلو لپاره د ټولو هغو وسایلو په کار اچول روا نه ګڼو کوم چې زموږ پر ضد دښمن په کاراچوی خو پدې پوهېږو چې ددښمن پرضد ددښمن خپله وسله کارول ستر کمال دی؛ امید دی چې مسلمانان به د مقابلې پدې ډګر کې دا حقیقت له پامه نه غورځوي .



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 452
بازدید دیروز : 468
بازدید هفته : 1390
بازدید ماه : 2823
بازدید کل : 96444
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 452
:: باردید دیروز : 468
:: بازدید هفته : 1390
:: بازدید ماه : 2823
:: بازدید سال : 7801
:: بازدید کلی : 96444