دکابل ادارې د استخباراتو ارګان بیا خپلو پلویانوته د کاذب ډاډ ورکولو او دخپلو ناکاميو څخه د توجه اړولو په لړل کې، ادعا وکړه چې دکابل په ښار کې يي ګڼ شمير مجاهدین چې غوښتل يي لوی فدايي بریدونه وکړي نیولي او د بریدونومخه يي ډپ کړې ده؟؟!!موږ د دښمن دغه له حقيقت څخه لرې ادعا په کلکه ردوو، داسلامي امارت اړوند هيڅ مجاهد هم په کابل کې د چا لخوا نه ده نيول شوی اونه هم زموږ د کوم برید مخه چا نیولې ده.په حقيقت کې د کابل استخباراتي ارګان هڅه کوي خپله هغه خجالت ګي اوناکامي وپوښي چې د مجاهدينو په وروستيو بریدونو سره دغه بدنامه اداره ورسره مخ شوه.اوس غواړي په دغه راز ادعاوو او یو ورځ بعدتشو او بې اسنادو دعوو سره دخلکو توجه له خپلې ناکامۍ څخه په بله کړي او خپلو امریکايي بادارانوته هم دخوش خدمتۍ په لړ کې څرګنده کړي چې دوي د کابل په ښار کې د بهرنيو لپاره د امنيت په آماده کولو بوخت دي، ترڅو په دې سره ځان له ملامتۍ څخه لږ وژغوري او له منفکۍ، استعفی او ګوښه کيدو څخه د خپلو اړوند مسئولینو په بچاوي کې مرسته وکړي.کله چې مجاهدين وغواړي په کابل غوندې د دښمن څخه ډک ښار باندې خپل بریدونه ترسرهکړي، د کابل اداره يي د مخنيوي وړتیا او کفايت نه لري، د مجاهدینو بریدونه په خورا تکتيک، پياوړې روحيه، دخلکو په کامله همکارۍ او په الله تعالی باندې په توکل سره ترسره کيږي.موږ هيوادوالوته ډاډ ورکوو چې مجاهدينو ته کوم مشکل نه ده پيښ، مجاهدين د دښمن په ځپلو سره هره ورځ د بریاليتوب پهلور په حرکت کې دي. ان شاءاللهذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی۱۳/۲/۱۴۳۶هـ ق۱۴/۹/۱۳۹۳
افغانستان