
دکابل درژيم اړوند دولسي جرګې غړي عبدالرحیم ايوبی ویلي، دولسي جرګې غړي په فساد ککړ دي او دافغانستان دټولو ولایتونو له چارواکو او وزیرانوڅخه يې رشوتونه اخیستي دي.نوموړي دغه خبري تیره ورځ دفساد په ضد دنړیوالي ورځي دلمانځني په موخه جوړي شوي غونډي ته په کابل کي کولې.دکندهار له ولایت څخه دولسي جرګې غړي ایوبي وویل، دی په دې اړه شواهد او سندونه لري، چي دنوموړي په خبره، اشرف غنی، دامریکاکانګریس او یوناماته يېوړاندي کړي دي، خو تراوسه هغوی په دې اړه هیڅ اقدام نه دی کړی،ایوبی درشوت ديوې ځانګړې موکې یادونه هم وکړه، دنوموړي په خبره، درې میاشتي وړاندي دکابل درژیم اړوند ددفاع وزارت دغوړو په یوه قرارداد کي شاوخوا ۲۱۵ ميلیونه ډالره بډي ورکړل شوې دي.نوموړي وویل، تاسو دولسي جرګې درې کلن ارشیف ته رجوع وکړئ، چي هرو مرو به ووينئ، چي یوشمېر وکیلان دده په اصطلاح په حکومت زور راولي او چیغي وهي او دوزیر داستیضاح غوښتنه کوي، خو دپيسو له اخیستلو وروسته له استیضاح څخه تیريږي.نوموړي په وکیلانو برسېره وزیران هم په فسادتورن کړل او ویې ویل، کوم کسان چي کابینې ته ور پيژندل کیږي، هغوی ټول دچوراو چپاول په فکر کي وي، دنوموړي په خبره، هر وزیر چي دباور رايي اخیستلو لپاره غونډي ته راغلی،په وکیلانو يې له دوو تردریومیلیونو ډالر ویشلي دي، دایوبي په خبره، دوی ځکه په وکیلانو دغه ډالر ویشي، چي بې له رشوت څخه وکیلان هغوی ته دباور رايه نه ورکوي او وزیران هم ددغو ډالرو په لګولوسره په راتلونکي کي څومیلیونه ډالره پيداکوي.عبدالرحیم ایوبی وویل، په ټول رژيم کي داسي اداره ا بنسټ نشته، چي دفساد مخه دي ونیسي.دیادوني وړ ده، دکابل درژيم اړوند ولسي جرګه یوازي په داخلي معاملاتو کي رشوت او بډي نه اخلي، بلکه دهیواد دخرڅولو په قرار دادونوکي هم رشوت اخلي.ولسي جرګې تیره میاشت دامریکاله سفارت سره ديوې معاملي په بنسټ له امریکاسره دکابل درژيم امنیتي تړون تائيدکړ.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0