
ویاند ذبیح الله مجاهد د ملي امنیت د ریاست د هغې اعلاميې، چې د ګڼو طالبانو د نیولو خبره يې پکې کړه، په غبرګون کې ویلي، چې د دوی د ملګرو نیونه دروغ دي، او دوی يې په کلکه ردوي.د ملي امنیت ریاست مسوولینو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ طالب بریدګر تر بریدونو وړاندې نیولي دي او په خبره يې د هغوی عملیات يې ناکام کړي دي.د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی د حقایقو د پټولو لپاره ورته دعوې کوي چې په خبره يې هیڅ حقیقت نه لري.طالب ویاند د دې اعلاميې په اوږدو کې وايي چې دوی دا »پوچه« ادعا په کلکه ردوي او په خبره يې دولتي لوری په ورته څرګندونو د خپل »خجالت« پټولو هڅه کوي.مجاهد وايي: »په کابل کې د دښمن ځپونکو بریدونو دوام، د مجاهدینو قوت او د غلامې ادارې د استخباراتو مطلقه ناکامۍ بربنډه وي، دکابل استخبارات په ښارونو او کليو کې د ملکي او بې دفاع خلکو په نیولو، ځورولو او شکنجه کولو سره غواړي د مظلوم ملت څخه د مجاهدينو د بریدونو انتقامواخلي.«په اعلامیه کې وړاندې راغلي: »څرنګه چې دښمن نشيکولای د مجاهدینو د بریدونو په کشف او خنثی کولو کې عملي اقدام وکړي، نو امريکایانو او نورويرغلګرو بادارانوته کاذب ډاډ ورکوي او په غلطه توګه د مجاهدینو دنیولو او د بریدونو دخنثی کولو راپورونه خپروي.د مجاهدینو سره الله تعالی مل ده، خپل ملت ورسره ملګری ده او د سپڅلو ارمانونو درلودونکی مجاهدين يې صف تشکيلوي، چې د کفر غلامان به يې په مخنيوي کې بریالی نشي. ان شاءالله«دا په داسې حال کې دی، چې د طالبانو وروستیو بریدونو د امنیتي مسوولینو په منځ کې بې باوري لا پراخه کړې ده او ډېری پوځي کارپوهان په دې اند دي چې طالبان دغه بریدونه له دولتي نفوذه په ګټې ترسره کوي.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0