سياست که مسخرې؟؟ 2015/2/4
الجـــــــهاد فی سبیل الله
سياست که مسخرې؟؟ 2015/2/4
ساعت 21:32 | بازدید : 1093 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

سردار محمد همدردلیکوال: سردار محمد همدردپه دې بايد لوی شکر ادا کړو چې زموږ افغانستان له سياست پوهانو ډک دی؛ که دوه سپين ږيري خپلو منځو کې خبرې سره کوي نو د دوی پر خوله به سياست وي، که په کور کې او کلي کې ښځې پر تناره خبرې کوي نو په روانو حالاتو به يې تود بحث شروع کړی وي، که هټۍ ته د سودا لپاره ورسې نو پر سياسي موضوع به راګډ وي، لنډه دا چې په هر ځای کې، ښوونځي کې، روغتون کې، بازار کې، کلي او کور کې سياست دی.د پورته خبرو موږ او تاسې ټول شاهدان يو خو ما په دې خاطر وکړې چې، په خپل دفتر کې ناست وم يو دوا پلورونکی راته راغی، راته وې ويل غواړم ځان د ولسي جرګې را روانو ټاکنو کې کانديد کړم تاسې مرسته راسره وکړئ، د دغه ملګري خبره په لومړيو کې راته ټوکه ښکاره سوه خو له ټينګاروروسته يې پوه سوم چې ټينګه اراده يې ده، خو ماته د نوموړي دا خبره ډېره جالبه ښکاره سوه، ځکه فکر نه کووم که تر اوسه د افغانستان پر روانو حالاتو هم خبر وي، که ووايم په دې به هم خبر نه وي چې په افغانستان کې اوس څه ډول حکومت دی نو مبالغه به نه وي.دغه ملګری راسره ناست و چې فېس بوک مې خلاصکړ، وار له واره مې د کابل پوهنتون استاد او سياسي شنونکي ډاکټر فيض ځلاند پر پوسټ سترګې ولګېدې، زه د خپلو پورتنيو خبرو د ښه ربط لپاره د داکټر صیب څرګندونې کټ مټ رانقلووم:ډاکټر فيض ځلاند ليکلي و: ))د ګران افغانستان د بربادۍ یو ستر لامل زموږ بې سواده سیاستوال دي. زموږ خلک چې بیکاره شي او یا مالداره شي،بیا نو سیاست ته مخه کړي. وه ځوانانو سیاست د بیکاره خلکو کار نه دی. سیاست د عالم، پوه او لوستو کار دی. هغوی چې د افلاطون )جمهوریت(، د ارسطو )سیاست(، د روسو )ټولنیز تړون(، د میکاولي )شهزاده(، د هابز )لیویاتان(، د محمد علیه سلام )سیرت( یې لوستی نه وي، د لینکن، ستالین، چرچل، روزلویلت، ماو، لینن، مندیلا، ګاندي،فخر افغان په ژوند او مبارزې خبر نه دي، د هغوی په سیاست کې ګوتې وهل د ځان او قوم شرمول دي((.زه د ډاکټر صیب پورته خبرې تايدووم، رښتيا هم کلهچې زموږ خلک ډېرې پيسې پيدا کړي، کله چې زموږ خلک بېکاره شي نو داسې مفکوره ورپيدا سي چې راسه ته هم ځان ولسي جرګې يا ولايتي شورا ته کانديد کړه، که بريالی سوې لوی سياستوال به درڅخه جوړ سي، په تلويزونو کې به پر تودو بحثونو کې مېلمه کيږي، ټول خلک به دې وپېژني بالاخره به يو لوی موقف ته ورسيږي.دغه شان وسول، موږ او تاسې په اوسني افغانستان کې د ډېرو کاذبو سياستوالو شاهدان يو، چې د سياست په مانا او مفهوم هم نه پوهېږي خو د پيسو او زورواکۍ له مخې په يوه او بل نوم وکالت کوي او ځان ته لوی لوی سياستوال وايي.دغه کار په ډېرو بې سواده او ناپوهه پیسه لرونکو خلکو کې دا انګېزه پيدا کړې ده چې سياست وکړي، دسياست په نوم په ټولنه کې ځانمطرح کړي او دا فکر ورسره وي چې د سياست له لارې به زه لوی سړی سم، بله ورځ به والي سم څه به سم او څه به سم.زموږ د اوسني سياسي نظام د ناکامۍ يو لوی لامل دا هم دی چې ډېری نالوستي خلک د سياست دعوه کوي، ځان ته سياسي شنونکي وايي خو د دوی سياست د هېواد او ټولنې په زيان تمام سوی دی.سياست لوی پوهې ته اړتيا لري، سياستوال بايد لومړی خپل ديني او کلتوري ارزښتونه مطالعه کړي، په پوره مانا ورباندې وپوهېږي، د نړۍ روان بهير تر څار لاندې ونيسي، د خپلې ټولنې د ستونزو تل)بېخ( ته ورښکته سي، واقعي مشکلات پيدا کړي، لويه حوصله ولري، په پوره توګه ملي ګټوته ژمن وي او د ټولنې د خلکو پراخ باور بايد ولري.نو چې اوس درمل پلورونکی هم زموږ د هېواد په سياست کې ونډه اخلي، داسې څوک به څنګه د خپلو خلکو حق وغواړي چې د دوه خرو وربشې نه سي بېلولی؟؟زما په اند دا زموږ د ناکام سياست پايله ده چې بېسواده خلک اوس دا جرآت کوي چې سياسي واګې په خپل لاس کې واخلي، زموږ د نالوستو خلکو هغه هېلې چې خپلو سياسينو ته يې لري مړاوې سوي دي، د خلکو د اميدونو څرکونه په تيارو بدل سويدي، نو خامخا به يو نالوستي سره دا فکر پيدا کيږي چې راسه ته په سياست کې برخه واخله ګوندې خدای سياسي نظام مو سم سي او افغانستاند سيمې له نورو هېوادونو سره په سياست کې سيال سي.



افغانستان
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 4
|
تعداد امتیازدهندگان : 1
|
مجموع امتیاز : 1


مطالب مرتبط با این پست










می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 40
بازدید دیروز : 468
بازدید هفته : 978
بازدید ماه : 2411
بازدید کل : 96032
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 40
:: باردید دیروز : 468
:: بازدید هفته : 978
:: بازدید ماه : 2411
:: بازدید سال : 7389
:: بازدید کلی : 96032