حکومت د مشرانو په نشتوالي کې د هغوی له خوا دپاتې کابینې برابر شوی لیست نن ولسي جرګې تهمعرفي کېږي.په دغه لیست کې د دفاع وزارت لپاره د نوماند وزیر نوم نشته، چې ګډ حکومت يې د نشتوالي علت هم نه د ښوودلی، خو د ولسي جرګې دویم مرستیال وايي چې دوی هیله من دي، چې جمهوري یا اجرایويریاست به د دفاع وزارت نوماند وزیر هم دوی ته ور معرفي کړي.د ګډ حکومت په پیل کې دواړو مشرانو ژمنه کړې وه، چې په حد اکثر پنځه څلوېښت ورځو کې به د ښځو په ګډون یوه کاري او د اهلیتونو پر بنیاد جوړه کابینه ولسي جرګې ته معرفي کړي.د لیست له مخې په شپاړلسو تنو کې څلور تنه مېرمنې هم بېلابېلو وزارتونو ته نوماندې دي، چې په ټوله کې دا نه دي په ګوته شوي، چې په دې وزیرانو کې کوم له جمهوري او کوم له اجرایوي ریاست نه په معرفي شوي دي، خو د شوي ویش پر اساس ښايي د ولسي جرګې غړو ته د دواړو ریاستونو له لوري معرفي شوي نوماندان معلوم وي.د پاتې کابینې لاندې لیست به نن ولسي جرګې ته د معرفي لپاره وړاندې شي:۱- همایون رسا – سوداګرۍ او صنایعو وزارت۲- عبدالباري جهاني – اطلاعاتو او فرهنګ وزارت۳- اسدالله ضمیر – کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت۴- محمد ګلاب منګل – سرحدونو او قبایلو چارو وزارت۵- انجنیر محمود بلیغ – فواید عامې وزارت۶- عبدالستار مراد – اقتصاد وزارت۷- ډاکټر محمد الله بتاش – ترانسپورت او هوایي چلند وزارت۸- اسدالله حنیف بلخي – پوهنې وزارت۹- سید سعادت منصور نادري – ښار جوړونې چارو وزارت۱۰ ډاکټر عبدالبصیر انور – عدلیې وزارت۱۱- پوهنیار عبدالرزاق وحیدي – مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت۱۲- مېرمن دلبر نظري – ښځو چارو وزارت۱۳- پوهندوی مېرمن سلامت عظیمي – نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت۱۴- ډاکټره فریده مومند – لوړو زده کړو وزارت۱۵- ډاکټره مېرمن نسرین اوریاخیل – کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت۱۶- علي احمد عثماني – اوبو او انرژۍ وزارتد ګډ حکومت شاوخوا ۸ میاشتې تیریږي خو لا هم کابېنه بشپړ نه ده. په وروستي ځل د ۸ وزیرانو د باور رایې اخېستو وروسته شاوخوا ۲ میاشتې تیریږي چې ګډحکومت خپل پاتې ۱۶ وزیرانو ولسي جرګې تهمعرفي کوي.اوسمهال له ۸ وزارتونو او ۲ ولایتونو پرته نور ټول ولایتونه او وزارتونه د سرپرستو وزیرانو او والیانو لخوا اداره کیږي.
کد را وارد نمایید:
عضو شوید
عضویت سریع
ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟
آمار وب سایت:
بازدید امروز : 503 بازدید دیروز : 319 بازدید هفته : 973 بازدید ماه : 2406 بازدید کل : 96027 تعداد مطالب : 958 تعداد نظرات : 57 تعداد آنلاین : 2 استشهاد ته سلام
تبادل لینک هوشمند برای تبادل لینک ابتدا ما را با عنوان داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد.
آمار مطالب
آمار کاربران
کاربران آنلاین
آمار بازدید