
حکومت له پیله څو میاشتې وروسته د پکتیکا پخوانی والي محب الله صمیم ګوښه او پر ځان انجینیر عبدالکریم متین وټاکل شو.نوموړی تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو له استازو او یو شمېر قومي مخورو سره ناسته کې وویل چې په پکتیکا کې د نوي کال له پیل سره هیڅ دولتي بودیجه نهلري.انجینر عبدالکریم متین په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو پر استازیو غږ وکړی چې »که په پکتیکا کې د کار تمه لرئ، نو باید یو ځای تر جمهوريریاسته راسره لاړشئ او ولسمشر ته خپله ستونزه ووایاست.«سره له دې چې نو لمریز کال پیل شوی او د ولسي جرګې له لوري په ژمي کې طرحه شوېبودیجهتصویب شوه، خو بیا هم د پکتیکا والي واييچې په دې ولایت کې »ان د موټر د تېلو لپاره پیسې نه لرو.«انجینر عبدالکریم متین د تېر لمریز کال په وروستیو کې د پکتیکا د والي په توګه وټاکل وشو، چې د پکتیکا د خلکو په قول تر پکتیکا په پلازمېنه کابل کې ډېر پاتې کېږي.یو قومي مخور په پکتیکا کې د نن ټکي اسیا ځايي خبریال ته وویل چې د پکتیکا نوی والي » تر ښرنې په کابل کې ډېر اوسي«، د دوی په خبره د ولایت هره ناسته او ټولې چارې د مرستیال والي ترلاس لاندې دي. یاد قومي مخور زیاتوي چې په راډیوګانو کې څو ځلې د انجینر عبدالکریم متین نوم اورېدلی، نور نو ډېرو دولتي خبرونو کې د مرستیال والي نوم تکرارېږي.سره له دې چې پکتیکا اوسېدونکو له نوي والي نهد ولایتي ادارې د فساد ورکولو تمې درلودې، خو انجینر عبدالکریم متین تر اوسه پخپله اداره کې کوم بدلون نه دی راوستی.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 90
|
تعداد امتیازدهندگان : 18
|
مجموع امتیاز : 18